IQNA

په لاهه کښې د قرآن کریم د تلاوت د فن د زدکړې ماښام محفلونه

13:33 - October 16, 2018
د خبر لمبر: 3481612
نړیواله ډله: د قرآن کریم د تلاوت فن او د تجوید احکام د زدکړې د هرې اونۍ د جمعې ماښام په الکوثر کلتورې موسسې کښې د هالنډ په لاهه ښار کښې پيل کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د alcauther.com خبرې ویبپاڼې نه په نقل، الکوثر کلتوری موسسې خبرې کمېټې د هالنډ په لاهه ښار کښې د یوې بیانیه خپرولو سره اعلان کړې: دا اونیزې غونډې د دغه موسسې سره تړې دارالقران په مرسته د اروپایی په دغه هیواد کښې مسلمانانو ته د تلاوت فن او د تجوید اصول زدکړې ورکولو لپاره پیل کېږي.
په دغه بیانیه کښې راغلې: دغه غونډې به په اونیزه توګه د هرې اونۍ د جمعه په ماښام پيل کېږي، چې له ماښام ۷:۳۰ بجې شورو کېږي او د ټولو مینه والو لپاره په دې غونډو کښې ګډون ازاد دی.
د دغه بیانیه پر اساس د هالنډ لاهه ښار الکوثر کلتوری موسسې خبرې کمېټۍ په هالنډ کښې مېشته مشهور قراء جعفر بدری او حاج علی طریحي، د دغه غونډو د استادي مسؤولیت په غاړه لري.
د دغه غونډې لومړي ناسته، د ۲۰ مهر د جمعې ماښام پیل شوې او یو شمېر مینه والو د قرآن کریم د تلاوت فن او د تجوید احکام زدکړې لپاره په دغه غونډه کښې شتون لرلو.
د الکوثر کلتوری موسسې دارالقرآن په کال ۲۰۱۴ کښې د هالنډ په لاهه ښار کښې جوړه شوې او د قرآنی کلتور خپرولو لپاره په دغه اروپایی هیواد کښې د قرآنی پروګرامونو لپاره فعالیتونه کوي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3755664
captcha