IQNA

په جوزجان کې ۱۱ داعش ترهه ګر افغان پوځ ته تسلیم شول

16:06 - July 22, 2018
د خبر لمبر: 3481344
نړیواله ډله: د افغانستان په شمال جوزجان ولایت کې د اسلامی دولت نومې ډلې یا داعشیانو ۱۱ غړی افغان پوځ ته تسلیم شوی.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د افغانستان ملی دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلی، چې د جوزجان ولایت د قوش تپې ولسوالی په جرقدوق کلی کې ۱۱ داعش ترهه ګر د افغانستان پوځ ته تسلیم شوی.
سرچینه زیاتوی، چې یادو وسله والو ۵ وسلې او موټرسایکلونه هم افغان پوځ ته سپارلی دی.
د داعش ترهه ګرو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.
جوزجان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتی وضعیت نسبتا خراب شوی دئ.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i74942

captcha