IQNA

په کابل کی چاودنه شوی

15:59 - July 22, 2018
د خبر لمبر: 3481343
نړیواله ډله: د افغانستان په پایتخت(کابل) کی د بم چاودنه؛ د دؤو ماشومانو د وژلی سبب شوه.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،د آوا خبری آژانس د راپور له مخی، د کابل د پولیسو ویاند «حشمت استانکزی» وویل: نن سهار د دغه ښار د څلرمی حوزی په نږدیو کی د چاودنی له کبله، دوه ماشومان وژل شوی، او یو شمیر کسان ټپیان شول.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغې چاودنی پړه نه ده منلې.
دغه چاودنه پداسی حال کی وشوه، چی په«کابل» کی د افغانستان د ؤلس مشر د لمړی مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم، د راستنیدو په درشل کی، سخت امنیتی اقدامات شوی دی.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i74937

captcha