IQNA

په چین کښې مسلمانانو ماشومانو لپاره دینی زدکړې ترلاسه کولو باندې بندیز

9:41 - July 22, 2018
د خبر لمبر: 3481341
نړیواله ډله: په چین کښې د شپاړسو کالو نه کم عمر ماشومانو لپاره دینی زدکړې ترلاسه کولو باندې بندیز لږېدلې دی.
د ایکنا راپور له مخې، د انټرنیټي نون چینل نه په نقل، د چین حکومت په لین شیا ښار چې په وړوکې مکه هم شهرت لرې کښې د شپاړسو کالو نه کم عمر ماشومانو لپاره دینی زدکړې ترلاسه کولو باندې بندیز لږولې دي.
 د دغه ولایت د یو جومات امام وایئ: مخکښې به د اوړې تعطیلاتو کښې له زرو نه زیات ماشومان او ځوانانو په دینی کلاسونو کښې ګډون کولو، خو ولی د ماشومانو دینی تعلیم ترلاسه کولو باندې بندیز نه ورستو په دې کلاسونو کښې څوک حضور نه لري، وایئ چې یواځې ۲۰ کسان چې عمر یی له شپاړسو کالو نه زیات دی رسمي په دې کلاسونو کښې رسمي اجازت لري.
چاینی چارواکو د ماشومانو د آرام کولو او د تعطیلاتو نه په ښه ډول ګټه پورته کولو چې خپلو درسونو باندې بیا ښه تمرکز کولې شي په دې دینی کلاسونو بندیز لګولې دی.
http://iqna.ir/fa/news/3731045
captcha