IQNA

په قرآنی مقابلو کښې د عراق له پتمنه مېرمنو لمانځل

1:17 - April 21, 2018
د خبر لمبر: 3481182
نړیواله ډله: د حضرت عباس علیه السلام حرم سره تړلی قرآنی مرکز له پتمنه مېرمنو چې د حفظ، قرائت او قرآنی تفسیر په مقابلو کښې د عراق له بېلابېلو سیمو یی مقامات ترلاسه کړي لمانځل وکړل.

د ایکنا راپور له مخې، د کفیل نړیواله ویبپاڼې نه په نقل، د حضرت عباس علیه السلام د دینی چارو برخې مشر د حضرت عباس علیه السلام حرم انسانی او اسلامی معارفو چارو برخې سره تړلې قرآنی مرکز غړې مېرمنو نه د لمانځلو په مراسم کښې چې د عراق په بېلابېلو سیمو کښې یی د قرآن مقابلو کښې مقامات ترلاسه کړي وو، مبارکې سره د دغه قرآنی مقام ترلاسه کوونکې مېرمنو نه غوښتنه وکړه چې هغوي په دننني او نړیواله قرآنی مقابلو کښې ګډون لپاره زیاته هڅه وکړي.
هغه په ادامه کښې د الله کتاب سره تمسک باندې تاکید وکړو او له قرآنی وتلې مېرمنو نه یی د هغه څه چې زده کړې دې پرې عمل کولو لپاره هڅه کولو او د الله د کتاب حفظ کښې دوام او پوهه او عمل ته ادامې غوښتنه وکړه.
captcha