IQNA

په موزائيك کې د قرآن آیاتونو لېواله روسی هنرمند + انځورونه

6:29 - April 18, 2018
د خبر لمبر: 3481178
نړیواله ډله: یو روسي هنرمند د لرګې په تختې باندې د قرآن کریم له ۲۰ آیتونو نه موزائیکې ارزښتمنه آثار جوړ کړي دي.

د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی ترکی خبرونو نه په نقل، د روس موزائیک هنرمند ولادیمیر گاراووی (Vladimir Gorovoy)دی چې په قرقیزستان کښې ژوند کوي، هغه ۶۹ کال عمر لري او تراوسه یی د قرآن کریم ۲۰ آیتونه د لرګي په تخته د آیتونو لرګی موزائیکې کړې ده.
ګار اووی، د یو هنرمند استاد په توګه دې زمینه کښې له ډېرو کلونو کار کوي چې موزائیکی کوي، د هغه ځنې تختۍ تراوسه د قرقزیستان، روس او قزاقستان رسمي ولسمشرانو د غونډو په تالار کښې نصب شوې دې.
هغه د قرآن کریم د آیتونو موزائیک سره د خپلې مینې په اړه وویل: زه دې کار سره ډېره مینه لرم، هم پر دې سبب په دارالافتاء کښې مې دا موضوع مطرح کړو، هغوي د قرآن کریم ۲۰ آیتونه زما هنر لپاره وړانديز کړل او ښه همکاري یی ولرله، د دې آیتونو نه یو آیت د اسلام دین منلو په حق له وو، د دې کار لپاره می ډېر ښه احساس لرلو او زیاتی مینې او شوق سره می دا شورو کړو.
دا روسي هنرمند، دې بیان سره چې د انسانانو د مخونو موزائیک سره مینه نه لري، خپل احساس د دارنګه هنر سره څه داسې بیانه وې: له هر څه مخکې د دې څیز طرفداره یم چې موزائیک کښې خپل دننني احساسات او معنویات منعکس کړم، نو هم له دې سببه د انسانانو د مخونو موازئیک نه غواړم، په لرګې باندې زیات د طبیعت او د بوټو موزائیک کولو طرفدار یم.
یادښتونه، د موزائیک هنر ته معرق کاری هم وایئ یعنې دا هنر د لرګې  په وړو وړو رڼه ټوټوجوړونه سره یا د بل مواد یو بل سره یوځای کولو سره یو هنري اثر جوړول ته ارزښت ورکوي. موزائیک د بېلابېلو وړو وړو د لرګې یا د کاڼو ټوټو سره ترسره کېږي چې مشهور یی لرګې سره کار کول دي.

http://iqna.ir/fa/news/3706387
captcha