IQNA

نن په اسلامي ایران کې د ویر ورځ اعلان شوې

7:33 - January 15, 2018
د خبر لمبر: 3480971
نړیواله ډله: د اسلامي انقلاب ستر لارښود په یو خپور کړې پيغام کې د ایرانۍ تیل وړونکې بیړې په بوږنوونکې پيښې تسلیت ووایه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، ایت الله خامنه ای پرون په دغه پيغام کې جوته کړه د اورلګیدو او ډوبیدو له امله د ایرانۍ تیل وړونکې بیړې د کارکوونکو د وژل کیدو بوږنوونکې پیښه چې په رښتیا هم مصیبتناکه او غمجنوونکې ده، د هغو عزیزانو پاتې کسانو او کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وایم او له خدایه د هغوی د غمجنو زړونو لپاره د سکون دعا کوم.
پيغام زیاتوي چې دغه کسانو د هیواد د خدمت په لاره کې سرونه بایلل او دا لوی ویاړ دی چې د دغه غم درونوالي کمولی او مصیبت لیدلو زړونو ته ارام ورکولی شي.
د جنورۍ په شپږمه د چین هانک ګانګ یوه باري بیړۍ د چین په خیتځو ساحلونو کې له یوې ایرانۍ تیل وړونکې بیړې سره وجنګیده چې له امله یې په ایرانۍ بیړې کې اور ولګیده . د ایران د بیړۍ چلوونکې سازمان پرون د کشتۍ د دیرشو ایرانیو او دوو بنګالۍ عملې مړینه تایید کړه.
نن په درست ایران کې په دې مناسبت عمومي ویر اعلان شوی دی.

http://parstoday.com/ps/news/iran-i63421

 

captcha