قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د امصریون ورځپاڼې نه په نقل، ابراهیم حسن کو د الازهر پوهنتون نه د فارغ الحصیل مدرک ترلاسه کولو نه ورستو د مکه مکرمه تنعیم سیمې ارشاد او تبلیغ دفتر کې مشغول وو.
د فلیپین دې مبلغ او قاري نه د قرآن کریم غمجن تلاوت کوونکې او دیندار په نوم یادېږي او د هغه غمجن تلاوت په یوټیوب کې مشهور دي.
ویلې شوي ابراهیم حسن کو چې د نړیواله قرآنی مقابلو المزمار الذهبیه قرآنی مقابلو کې لومړۍ کس هم وو، په فلیپین کې کلیزه تعطیلات تېرولو نه پس له یوې ډلې له اړخه چې معلوم نه دي قتل شو.
په ځای موجود کسانو د وینا په مطابق د هغې کورنۍ د اسلامی هدیرې نه شتون له وجهې غوښتل چې د مسیحیانو هدیرې کې خاورو ته وسپارل خو ولی د یو شمېر شاګردانو او همکارانو له خبرېدو نه ورستو د هغه کورنۍ سره مخالفت وکړو او د مسلمانانو هدیرې کې د هغه دفن کولو لپاره د هغه جنازه له سیند نه هغه اړه وړولو او د لارې خرڅ ومنلو او د مسلمانانو هدیره کې یی خاورو ته وسپارلو.
په ځای موجود کسانو همدارنګه وویل چې د هغه خاورو ته سپارلو نه ۱۱ ورځې ورستو هم د ابراهیم حسن کو بدن هم هغه شان تازه او بې له څه تغیر په قبر کې پروت وو.
http://www.iqna.ir/fa/news/3653716